دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 174137
پاکستان: افغانستان دې د یوه پاکستاني چارواکي د قتل پېښه وڅېړي
پاکستان له افغانستانه غوښتي دي چې د خېبر پښتونخوا د پولیسو د چارواکي طاهر خان داوړ د قتل د پېښې تحقیقات وکړي.
طاهر
خان د اکټوبر په ۲۷مه له اسلام‌اباده وتښتول شو او د سې شنبې په ورځ‌یې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې مړی پیدا شو.
د پاکستان دننه د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې پېښې لپاره نن اعتراضي غونډې کوي.
د دې غورځنګ یو مخکښ او د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی محسن داوړ وایي:
"څرنګه له دې ځایه هلته یووړل شو، دوی خو وایي چې د اسلام‌اباد په هره کوڅه کې کمرې دي او پر لاره په زرګونه امنیتي پوستې دي او پر دې هم تېرېږي، دا ساده خبره نه‌ده او نه نور پر دې ډرامو خلک غلطېږي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان د دې تأیید کړی دی چې د طاهر خان له جسد سره په دوربابا ولسوالۍ کې د هغه د پولیسو کارډ هم پیدا شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcip5azyt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته