کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان: افغانستان دې د یوه پاکستاني چارواکي د قتل پېښه وڅېړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 عقرب 1397 ساعت 13:58

پاکستان له افغانستانه غوښتي دي چې د خېبر پښتونخوا د پولیسو د چارواکي طاهر خان داوړ د قتل د پېښې تحقیقات وکړي.


طاهر خان د اکټوبر په ۲۷مه له اسلام‌اباده وتښتول شو او د سې شنبې په ورځ‌یې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې مړی پیدا شو.
د پاکستان دننه د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې پېښې لپاره نن اعتراضي غونډې کوي.
د دې غورځنګ یو مخکښ او د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی محسن داوړ وایي:
"څرنګه له دې ځایه هلته یووړل شو، دوی خو وایي چې د اسلام‌اباد په هره کوڅه کې کمرې دي او پر لاره په زرګونه امنیتي پوستې دي او پر دې هم تېرېږي، دا ساده خبره نه‌ده او نه نور پر دې ډرامو خلک غلطېږي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان د دې تأیید کړی دی چې د طاهر خان له جسد سره په دوربابا ولسوالۍ کې د هغه د پولیسو کارډ هم پیدا شوی دی.
 


د مطلب کود: 174137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174137/پاکستان-افغانستان-دې-د-یوه-پاکستاني-چارواکي-قتل-پېښه-وڅېړي

آوا
  https://www.avapress.com