دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 174138
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش اعلان وځنډول شو
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په روانه اونۍ کې د ولسمشرۍ انتخاباتو مهالوېش اعلان کړي، خو د دغه کمیسیون چارواکي وايي، چې د یو جامع مهالوېش د اعلانولو لپاره لا هم له مختلفو اړخونو سره په سلامشورو بوخت دي.

د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د راتلونکو ټاکنو د امنیت، بودجې او ورته د ظرفیتونو د برابرولو لپاره، له افغان حکومت، سیاسي ګوندونو، د ټاکنو څار بنسټونو او مدنې ټولنې سره بحثونه دوام لري.
د ښاغلي سادات پر وینا، کمېسیون په راتلونکې کې څو ټاکنې عملي کوي او له همدې امله د دغو ټاکنو د مهالوېش اعلان زیات دقت ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه "دوی څو خاکه جوړې کړې دي، په هماغه باندې اوس بحثونه روان دي، چې آیا د ولسمشرۍ ټاکنې او د غزني ټاکنې یو ځای ترسره کړو، د ولایتي شورا ټاکنې ورسره یو ځای شي، ټولې جدا جدا ترسره شی، د دې ګټې او تاوانونه څه دي او په ورته وخت کې د نوم‌لیکنې پروسې لپاره څومره وخت په نظر کې ونیول شي، دغه ټول موارد دي چې بحث پرې کیږي او ډیر ژر به نهایي شي".
له دې وړاندې د لړم په ۱۹مه د افغانستان د ټاکنو کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد خبریالانو ته ویلي وو، چې د راتلونکو ټاکنو مهالوېش به په دوه درې ورځو کې اعلان کړي.
د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري/حمل میاشتې ۳۱مه نیټه ټاکلې ده، خو د دې ترڅنګ دغه کمیسیون باید د افغانستان په کچه د ولسوالیو شوراګانو او په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره کړي.
ټاکل شوې وه چې د ولسوالیو شوراګانو او غزني ټاکنې د تلې په ۲۸مه د ولسي جرګې له ټاکنو سره یو ځای وشي، خو د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د نوماندانو د شرایطو نه پوره کولو او په غزني کې د ټاکنو د حوزوي کېدو پر سر د جنجالانو له امله وځنډېدلې.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtxevouqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته