دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 174149
د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې
د کابل پوهنتون په لیلیه کې د زدکوونکیو تر منځ نښته شوې، چې په کې یو کس وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي.


 آریانا نیوز خبریال وایي، یو شمېر زدکوونکیو غوښتل دننه په پوهنتون کې د غزني د امنیتي حالاتو په اړه لاریون تر سره کړي، چې د یو شمېر نورو له مخالفت سره مخ شول.
ویل کیږي، چې سیمې ته د ملي امنیت، ملي اردو او د ځانګړې قطعې پولیس هم رسیدلي؛ سیمه یې محاصره کړې او اړوند نښته یې تر څارنې لاندې راغلې ده.
اوس دغه نښته پای ته رسیدلې؛ خو امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcbaab89rhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته