کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

24 عقرب 1397 ساعت 16:17

د کابل پوهنتون په لیلیه کې د زدکوونکیو تر منځ نښته شوې، چې په کې یو کس وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي.




 آریانا نیوز خبریال وایي، یو شمېر زدکوونکیو غوښتل دننه په پوهنتون کې د غزني د امنیتي حالاتو په اړه لاریون تر سره کړي، چې د یو شمېر نورو له مخالفت سره مخ شول.
ویل کیږي، چې سیمې ته د ملي امنیت، ملي اردو او د ځانګړې قطعې پولیس هم رسیدلي؛ سیمه یې محاصره کړې او اړوند نښته یې تر څارنې لاندې راغلې ده.
اوس دغه نښته پای ته رسیدلې؛ خو امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
 


د مطلب کود: 174149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174149/د-کابل-پوهنتون-لیلیې-زدکوونکیو-نښته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com