دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۷
د مطلب کود : 174162
جمهوررئیس غني، د سولې په اړه چې هر ګام اخېستل کېږي، د مشورې پر بنسټ به وي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې نن ماسپښین د افغانستان د اسلامي جمعیت د انسجام شورا سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه د سولې عالي شورا د فعالیتونو، نویو شرایطو ته په پام د مذاکره کوونکي پلاوي د جوړښت، د سولې مشورتي بورډ د ایجاد په موخه چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د استازو په مشوره جوړېږي او د مذاکراتو د پیلولو په صورت کې د بېلابېلو کمېټو د تشکیل په اړه بحث او خبرې وشوې.
په دې کتنه کې سید اکرام الدین، غلام فاروق مجروح، رازمحمد دلیلي او انجنیر عبدالرحیم د افغانستان د اسلامي جمعیت د انسجام شورا په استازیتوب خبرې وکړې او د سولې له هڅو څخه د ملاتړ ترڅنګ یې د سولې د مشورتي بورډ د ایجاد په اړه د جمهوررئیس د اقدام هرکلی وکړ وې ویل، د سولې عالي شورا او فعالو سیاسي جریانونو له ظرفیتونو څخه دې استفاده وشي. دوی په دې پروسه کې د ټولو اړخونو پر ګډون د ټینګار ترڅنګ وویل، د سولې د مشورتي بورډ جوړښت باید پراخ وي.
جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو له حضور څخه د مننې ترڅنګ وویل، حکومت د خلکو د اجماع پر بنسټ کار کوي او د سولې په اړه چې هر ګام اخیستل کېږي د مشورې پر بنسټ به وي. جمهوررئیس ټینګار وکړ، د افغانستان له بېلابېلو اقشارو سره د مشورو لړۍ دوام لري او کله چې دا لړۍ منسجمه شوه، پایلې به یې ټولو سره شریکې شي.
 
https://avapress.com/vdcg3t9qxak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته