دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 174163
کابل پوهنتون لیلیه زده کوونکو ترمنځ نښته رامنځته شوی
په پلازمېنه کابل ښار کې امنیتي چارواکي تائیدوي، چې د کابل پوهنتون په لیلیه کې یې نن د غرمې وروسته د زده کوونکو ترمنځ نښته شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پېښې پخلي کوي خو د علت په اړه یې څه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، د لیلیې محصلینو پر یو بل د ډبرو ګوزرانونه هم کړي او په سیمه کې یې د سپکو وسلو ډزې هم اورېدل شوي دي.
بلخوا د کابل د امنیه قوماندانی ویاند بصیر مجاهد وایي امنیتي ځواکونو هلته وضعیت تر خپل کنټرول لاندې راوستلی دی.
د نښتې په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو عیني شاهدان او نا تائید شوي راپورونه وایي چې نښته د غزني ولایت د جاغوري او مالستان ولسوالیو د جګړو پر سر رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یو تن وژل شوی او شاخوا ۱۰ نور ټپیان دي.
 
https://avapress.com/vdch-knzx23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته