کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانګریس خبرداری، د امریکا پوځي برلاسي کمه شوې

24 عقرب 1397 ساعت 18:58

د امريکا په کانګریس کې د ملي دفاع د ستراتېژۍ کميسیون په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا پوځي برلاسي په وېرونکې ډول کمه شوې او که په راتلونکې کې له روسيې او چین سره جګړه کوي ښايي ناکامه شي.



            

دغه راپور چې په فضا او ځمکه کې د راتلونکې احتمالي جګړې په اړه  د چهارشنبې په ورځ خپور شو وايي، د امریکا پوځ برلاسی نه دی او د راتلونکې احتمالي جګړې پر مهال ښايي ډېر تلفات ورکړي او اصلي زېرمې له لاسه ورکړي.

د ملي دفاع د ستراتېژۍکميسیون تېر کال د امريکا کانګریس جوړ کړ، تر څو د ډونالډ ټرمپ د ادارې د ملي دفاع ستراتېژي وارزوي.

که څه هم د پوځ د پياوړتیا لپاره د امریکا دفاع وزارت ۷۰۰ ميليارده ډالره بوديجه ځانګړې کړې، خو دې راپور کې دا بودیجه د هغو هدفونو لپاره کافي نه ده بلل شوې چې د ټرمپ ادارې د ملي دفاع د ستراتېژۍ لپاره ټاکل دي.

دې کميسیون څرګنده کړې چې ایران او شمالي کوریا هم خپل پوځي ځواک زیات کړی دی.

د ملي دفاع د ستراتېژۍ په راپور کې په راتلونکې سترې جګړې کې د بریالتوب لپاره ۳۲ وړانديزونه شوي دي او زیاته شوې چې امریکا په فضا کې چې د راتلونکې جګړې برخه به وي، بايد وړاندې شي.


د مطلب کود: 174164

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174164/د-کانګریس-خبرداری-امریکا-پوځي-برلاسي-کمه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com