دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۲
د مطلب کود : 174165
د کاليفورنیا ځنګلي اورونو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۵۹ تنو ته لوړه شوې
د امریکا د کاليفورنیا ايالت چارواکي وايي، دې ایالت کې د ځنګلي اورونو له امله د وژل شویو کسانو شمېره ۵۹ تنو ته لوړه شوې او لږترلږه ۱۳۰ تنه نور بې درکه دي.

      

د چارواکو په خبره،۵۶ تنه ددې ایالت په شمال بوټ سیمه کې وژل شوي او درې تنو د کاليفورنیا د سويل په اورونو کې ژوند له لاسه ور کړی دی.

دا اورونه د مرګ ژوبلې له پلوه د کاليفورنیا د تاریخ تر ټولوخونړي هغه بلل شوي دي.

د ”کامپ” په نوم اور د دې ایالت په شمال کې د پاراډایز په نوم ښار په بشپړه توګه سوځولی.

اورونو په دې ښار او شاوخوا سیمو کې ۸۹۰۰ کورونه او ودانۍسوځولې او لسګونه زره کسان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.

د ”وولسي” په نوم بل اور د دې ايالت په سويل کې تر ۵۰۰ ډېر کورونه سوځولي او ۲۵۰ زره کسان یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

دې اورونو تراوسه ۱۳۵ زره هکتاره ځنګلي او مسکوني سیمه سوځولې او د اطفائيې چارواکي يې تراوسه په کنترول کې پاته راغلي دي.
https://avapress.com/vdcjmxeviuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته