کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سولې عالی شورا: سولې پروسه ددی شورا له واکه وتلې ده

24 عقرب 1397 ساعت 19:04

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې پروسه د دغې شورا له واکه وتلې ده.



د مسکو له ناستې او د سولې په برخه کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځآنګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له سفرونو وروسته، افغان چارواکي د سولې په تړاو اندېښنې ښيي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۴» په یوې ناسته کې چې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د انسټټیوټ له‌خوا جوړه شوې وه وویل، د سولې پروسه د دغې شورا له لاسه وتلې ده.

نوموړې زیاته کړه:
"اوس د سولې پروسه د سولې عالي شورا له لاسه وتلې ده، حتی د ژینو ناستې ته چې د سولې موضوع په‌کې مطرح کېږي د دغې شورا، یو غړی هم بلل شوی نه‌دی​."
د سولې عالي شورا له لاسه د سولې د پروسې د وتلو خبرې په داسې حال کې کېږي چې د تېرې جمعې په ورځ په مسکو کې د سولې په اړه ناسته جوړه شوې وه.

طالبانو په‌دغه ناسته کې ویلي چې اوس له افغانستان سره د سولې خبرو ته نه، بلکې له امریکا سره خبرو ته حاضر دي.
دغه‌شان په روانه اوونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان استازو هم د افغانستان د سولې په تړاو په ابوظبي کې سره لیدلي دي.
بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د دوهم ځل لپاره افغانستان او د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

ویل کېږي چې زلمی خلیل‌زاد به په‌دغه سفر کې قطر ته ولاړ شي او د طالب چارواکو سره به وویني، د ده په مشرۍ به امریکايي پلاوی تر راتلونکې سې شنبې پورې په هغه هېواد کې پاتې او بیا به پاکستان ته لاړ شي.
ښاغلي خلیل‌زاد تېره میاشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې مخکې له دې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الېس ولز په مشرۍ یو ډیپلوماتیک پلاوي، د جولای په میاشت کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.
 


د مطلب کود: 174166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174166/سولې-عالی-شورا-پروسه-ددی-له-واکه-وتلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com