کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاپیسا ولایت کې طالبانو ته خپل ماین چاودنی له امله مرګژوبله اوښتی

26 عقرب 1397 ساعت 13:59

د کاپیسا ولایت په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې چې له امله یې درېیو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې درې تنه وسله وال طالبان چې غوښتل یې د سړک د غاړې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین پرې چاودلې او په پایله کې یې دوه تنه وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د بشري حقونو په یوه ځانګړي رپوټ کې چې څو اوونی مخکې خپور شو، وایې چې دولتي ضد عناصر باید په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي، د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو بې توپیره او نامناسبه کارونه ژر تر ژره بنده کړي.
”د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو د قصدي او بې توپیره کارونې له امله افغان ملکي وګړو ته د زیانونو زیاتوالی “تر عنوان لاندېدغه ځانګړی رپوټ د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپټمبر تر دیرشمې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې چټک زیاتوالی مستند کړی، چې د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې نږدې نیمایي برخه جوړوي.
 


د مطلب کود: 174197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174197/کاپیسا-ولایت-کې-طالبانو-ته-خپل-ماین-چاودنی-له-امله-مرګژوبله-اوښتی

آوا
  https://www.avapress.com