دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 174198
په ننګرهار کې داعش وسله والو ته سخت مرګژوبله اوښتی
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو اچین ولسوالی کې د داعشیانو پر پنځو مرکزونو چاپې وهلي چې له امله یې د یاد ډلې شل وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې شل داعش وسله وال وژل شوي او د دوی پنځه فعال مرکزونه لمنځه وړل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د داعش ډلې قومندانان او د تروريستي بريدونو پلان جوړوونکي هم شامل دي.
د ننګرهار ولایت مقام په وینا، په لمنځه وړل شويو مرکزونو کې داعش وسله والو په اچين او جلال اباد ښار کې د بريدونو تر سره کولو پلان جوړونه کوله او له همدې ځایه یې ښار او نورو سيمو ته بريدګر لېږل.
په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د يادو عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته کوم زيان ندی اوښتی.
 
https://avapress.com/vdcf1jdycw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته