کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 عقرب 1397 ساعت 15:35

امنیتي چارواکو ویلي، چې د بلخ ولایت په اړوند سیمه کې د دغه ولایت نومیالی ممثل قدوس فرهمند د ناپېژاندو وسلوالو پر ډزو ووژل شو.



د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شېر جان دراني منلې، چې ارواښاد فرهمند له وسلوالو غلو سره له لفظي شخړې وروسته پر ډزو وژل شوی او ملګری یې د دغو غلو لخوا ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ وسلوال غله له سیمې تښتیدلي؛ خو د پېژندنې او پیدا کولو لټه یې روانه ده.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د قدوس فرهمند وژل کیدل ستره ضایعه بولي او وایي، چې ارواښاد د بلخ یوه ستره هنري څېره وه.
ویل کیږي، چې یوه ډله هنرمندان د یوه پروګرام د تر سره کولو لپاره خلم ولسوالۍ ته تلي وه، چې د بېرته راتګ پر مهال د دغو وسلوالو غلو تر برید لاندې راغلي دي.
 


د مطلب کود: 174204

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174204/د-بلخ-نومیالی-هنري-لوبغاړی-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com