دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 174206
وسلوالو طالبانو د کندوز- تخار د لویې لار پر پوستو بریدونه کړي
امنیتي چارواکو ویلي، چې طالبانو د کندوز- تخار پر لویه لار د ملرغې او چرخ آب پر پوستو بریدونه کړي دي.

د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه دوه بجې پر یادو پوستو بریدونه وکړل، چې له څوساعتونو وروسته یې بریدونه پر شا وتمبول شول؛ خو دغه لویه لار دمګړۍ د ګواښونو پرلامل تړل شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د لویې لارې یو سرتېری وژل شوی او د تازه مرستې په رارسیدو وسلوال طالبان له سیمې شاتګ ته اړ شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxjdyvw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته