کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون: د شکایتونو د څېړنو د نتیجو اعلان ممکن وځنډېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 عقرب 1397 ساعت 18:33

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د انتخاباتي شکایتونو د څېړنو نتیجې ممکن له ځنډ سره اعلان شي.



د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د تر لاسه کړیو ۱۲ زره شکایتونو تر اوسه څه باندې ۱۱ زره څېړلي دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، دوی یوه اوونۍ نور وخت لري چې د مهالوېش له مخې د انتخاباتي جرایمو او شکایتونو اړوند لومړنۍ نتیجې اعلان کړي، خو د انتخاباتو د کمېسیون په کارونو کې ځنډ او د ځينو رأیو بیا شمېرنه ممکن د دې سبب شي چې د شکایتونو نتیجې هم وځنډېږي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون کمیشنر او ویاند علي رضا د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

​"مونږ له یوې اوونۍ تر لسو ورځو پورې وخت لرو چې د شکایتونو د څېړنو لومړنۍ او وروستۍ نتیجې بشپړې شي، کارونه باید په خپل وخت تر سره شوي وای، تر څو مونږ هم خپل کارونه په چټکۍ پرمخ وړي وای، خو داسې نه دي شوي او اټکل دی چې د نتیجو اعلان وځنډېږي چې هغه بیا زمونږ په کارونو هم اغېز لري."
د انتخاباتو د قانون له مخې، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دوه ډوله شکایتونه څېړي.
لومړی هغه شکایتونه دي چې په انتخاباتي جرایمو پورې اړه لري او ورته ۱۶ ورځې وخت په پام کې نیول شوی دی.
او دوهم يې هغه شکایتونه دي چې د انتخاباتو د لومړیو نتیجو له اعلانه وروسته دوی ته رسېږي.
دا کمېسیون اوسد څه باندې ۱۲ زره ثبت شویو شکایتونو دوروستیو نتیجو د اعلان لپاره یوازې لس ورځې وخت لري.
له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې د ځینو مرکزونو څخه دومره شکایتونه ور رسېدلي چې ممکن د شفافیت د ټینګښت په خاطر هلته ټولې رأيې باطلې اعلان شي.
خو اوس دا چې دواړه کمېسیونونه د شفافیت د ټينګښت او پر وخت د نتیجو د اعلان لپاره څه کوي، دا به وخت ثابته کړي.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د وروستیو انتقادونو په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل:
"کمېسیون په دې کار کوي چې د قوس په دوهمه لومړنۍ او په لسمه وروستۍ نتیجې اعلان کړي، مونږ هڅه کوو چې حق حقدار ته ورسوو، سمه پلټنه وشي چې له دې امله دا کار وخت غواړي، مونږ تل د شکایتونو له کمېسیون سره همکار یوو، خو هڅه کوو چې دقت د سرعت قرباني نشي."
د انتخاباتو یو شمېر څارونکي وايي، د دواړو کمېسیونونو په کار کې ځنډ به د دې سبب شي چې په افغانستان کې راتلونکي انتخابات هم له ځنډ سره مخ شي.
له ډلې يې یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل، دا کار به د ځنډ تر څنګ د خلکو تر لاسه شوی څه باور هم بېرته زیانمن کړي.
خو د انتخاباتو د کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وايي چې د انتخاباتو نتیجې په خپل وخت اعلانوي او د شکایتونو د څېړنې لپاره هم ټول مواد د شکایتونو کمېسیون ته په خپل وخت ورکوي.

 


د مطلب کود: 174226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174226/د-انتخاباتي-شکایاتو-کمېسیون-شکایتونو-څېړنو-نتیجو-اعلان-ممکن-وځنډېږي

آوا
  https://www.avapress.com