دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۷
د مطلب کود : 174233
ولسمشر غنی: سوله ملي بحث دی او ارزښتونه یې یواځې افغانستان خلک تعریفوالی شی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي سوله ملي بحث دی او ارزښتونه یې یواځې د افغانستان خلک تعریفولی شي.

د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د مدني ټولنې له یو شمېر غړو سره د کتنې پر مهال وویل، چې مونږ باید روښانه اراده او لوری ولرو او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړو.
ولسمشر غني غني دې ته په اشارې چې د سولې په  پروسه کې مهم دخیل افراد ځوانان دي وویل، هڅه کوو چې د هېواد په هره مهمه پرېکړه کې ځوانان ونډه ولري.
هغه وویل، سولې ته رسېدل مسقیمه او هواره کرښه نه ده، په دې برخه کې باید لوړې او ژورې وزغمو او ټینګار یې وکړ جې د سولې مذاکره کوونکی ټیم به د فرصت  او ستونزې په هر پړاوکې له ملت سره مشوره وکړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مدني ټولنې غړو د سولې په اړه خپل دقیق لیدلوري او وړاندیزونه مطرح کړل او له بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول ځوانانو سره د جمهور رئیس مشورو څخه په مننې یې وویل، اوس موږ ځوانان د هېواد په مهمو پرېکړو کې ځانونه سهیم بولو.
 
https://avapress.com/vdcfmjdymw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته