دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۰۷
د مطلب کود : 174238
د ښځو چارو وزارت: روان کال د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي نېږدې ۲۰۰۰ پېښې ثبت شوي
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په ۱۳۹۷ لمرېز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نېږدې دوه زره پېښې ثبت شوي دي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري دا خبرې د شنبې په ورځ د نومبر ۲۵ مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف د یوه ۱۶ ورځني کمپاین د پیل پرمهال وکړې.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دغه ۱۶ ورځنی کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې د ښځو چارو وزارت د تاوتریخوالي د پېښو له کمېدو خبر ورکوي.
د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۵ مه یا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي د کمپاین د پیل پرمهال وویل، په روان لمرېز کال کې نېږدې دوه زره پیښې ثبت شوي، خو په وینا یې چې دا شمېره د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو څرګندونه کوي.

دا وایي:
"په ۱۳۹۷ لمرېز کال کې کومې شمېرې چې له ښځو چارو وزارت سره ثبت شوي دي، ۱۸۲۶ پیښې دي او ۸۳۱ یې څېړل شوي، خو دا شمېره د تاوتریخوالي د پېښو کموالی ښیې، خو هغه ولسوالۍ چې د دولت په کنټرول کې نه دي، په هغو کې بیا هم تاوتریخوالی کېږي."
خو نوموړې ونه ویل چې د تير کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي کچه څو سلنه ټِټه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زړه بوګنوونکو قضیو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.
د کميسیون په وینا، افغان مېرمنې لاهم د وژنو، جنسي تېري، د بدن د غړو پرې کېدو او د تېزابو د پاشلو په ګډون، له ګڼو تاوتریخوالو سره مخ دي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د وروستۍ قضیې یوه قرباني په بادغيس کې هغه مېرمن وه چې د څلورو نارینه ‌وو له‌خوا پرې جنسي تېری وشو او له هغه وړاندې یوه اووه کلنه نجلۍ هم په همدې ولایت کې د مېړه د کورنۍ له‌ خوا په بې ‌رحمانه توګه ووژل شوه.
تر دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو لکه وژنې، جنسي تېري او اختطاف په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
جنسي تېری، ناموسي وژنې، له وخته مخکې ودونه، په بدو کې د نجونو ورکول، وهل ټکول، بېوزلي، لفظي شخړې او کورنۍ اقتصادي ستونزې له نورو هغو تاوتریخوالو څخه دي چې افغان مېرمنې ورسره مخ دي

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeyn6a49n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته