دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 174253
ولسمشر غني له حاجي محقق او نورو سیاسي مشرانو سره وکتل

افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې پرون ماښام له حاجي محمد محقق، صادق مدبر، اسدالله سعادتی، محمد اکبري، سیدعلي کاظمي، عبدالحق شفق او محمد ناطقي سره وکتل.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د سولې د مشورتي بورډ د ایجاد، د سولې عالي شورا د فعالیتونو، د مذاکره کوونکي پلاوي د ترکیب او د مذاکراتو د پیل په صورت کې د بېلابېلو کمېټو د تشکیل په اړه د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل او سولې ته د رسېدو په برخه کې یې د هغوی نظریات مهم وبلل.
ولسمشر غني وویل، د حکومت د کار مبنا د افغانستان د خلکو اجماع ده او د سولې په اړه د اقداماتو اساس به مشوره وي. جمهور رئیس څرګنده کړه، د سولې مشورتي بورډ موخه د سولې مذاکراتو ته چمتووالی او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مشخص ادرس رامنځته کول دي.
ولسمشر غني تر دې مخکې د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ګوند له مشرانو، مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره کتلی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmknzx23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته