کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وکیل: د برکي برک ولسوال او د ملي امنیت مدیر ماین چاودنه کې وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1397 ساعت 11:24

د لوګر د برکې برک ولسوال او د ملي امنیت مدیر تېره شپه د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي‌ دي.



د لوګر د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر عبدالولي وکیل د یکشنبې په ورځ د«لړم پر۲۷مه » امریکا ږغ ته وویل چې ولسوال عین الدین او د ملي‌ امنیت مدیر عزیز الرحمن او یو بل ساتونکی یې د دغې ولسوالۍ په شېر دروازه سیمه کې وژل شوي دي.
ښاغلي وکیل زیاته کړه چې یاد چارواکي له مرکز پل علم څخه برکې برک ولسوالۍ ته پر لار وو چې موټر یې د سړک غاړې ماین باندې برابر شوی.
تر دامهاله ددغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
لوګر د کابل جنوب ته پروت ولایت دی چې کله ناکله ورڅخه د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو راپور ورکول کېږي.
د روان کال په غويي میاشت کې د دغه ولایت مرستیال والي قمر الدین شکېب هم کابل ته پر لار د محمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ووژل شوو او یو شمېر نور کسان ټپیان شول
 


د مطلب کود: 174257

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174257/وکیل-د-برکي-برک-ولسوال-او-ملي-امنیت-مدیر-ماین-چاودنه-کې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com