دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 174264
جنرال ډنفورډ وایي طالبان له ماتې سره مخ نه دي
د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ وایي، چې وسله وال طالبان له ماتې سره مخ نه دي او ټینګار یې وکړ چې د سولې د راوستلو لپاره ډېرو کارونو ته اړتیا لیدل کېږي.

نوموړی دغه څرګندونې د هالیفکس په امنیتي غونډه کې د وینا پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې د تېر کال په پرتله په حالاتو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی او په افغانستان کې وضعیت لا هم کړکیچن دی.
جنرال ډنفورډ وویل، چې جنګ د سولې د راوستلو لپاره یواځینی لاره نه ده، امریکا او ناټو متحدین یې هڅې کوي چې د پوځي، سیاسي او اقتصادي فشارونو له لارې طالبان په دې قانع کړي چې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي او دا به یې د طالبانو په ګټه وي.
د جنرال ډنفورډ په وینا، وسله وال طالبان پوهېږي چې یو وخت به له حکومت سره سوله کوي او ټینګار یې وکړ چې د فشارونو له لارې باید طالبان دې ته وهڅول شي چې خبرو ته کښېني.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدین له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره هڅې تیزې کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmxevxuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته