دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 174267
خلیلزاد له طالبانو سره له دویمې لیدنې وروسته کابل ته راغلی
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازولی د دویم ځل لپاره قطر کې طالب استازو سره لیدلي دي.
ښاغلی خلیلزاد چېد قطر دوحه کې له طالبانو سره له درې ورځني لیدنې وروسته پرون کابل ته راغلیوایي چې طالبان هغو خبرو ته چې دغې ډلې سره ترسره شوي هیله من دي.
د نوموړي په وینا هغه هم د سولې خبرو کې پرمختګونو په تړاو چې طالبانو سره ترسره شوي هیله من دی او هیله لري دغه خبرې په پایله کې افغانستان کې د تل پاتې سولې لامل شي.
له دې سره تراوسه نه ښاغلي خلیلزاد او نه هم طالبانو د دغو لیدنو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي. خو ویل شوي چې ملا فضل الله او ملا خیرخواه ګوانتانامو زندان څخه د طالبانو دوه خوشې شوو قومندانانو هم دغه غونډه کې ګډون کړی.
دا قطر کې طالب استازو سره د زلمي خلیلزاد دویمه لیدنه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce0qsm2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته