دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 174269
له پاکستانه راوړل شوي لسګونه ميله وسلې او سلګونه فيره مرمۍ ونيول شول
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د بهسودو ولسوالی په مربوطاتو کې لسګونه میلهوسلې او سلګونه فیره مرمی نیولي دي.

د ننګرهار ولايت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مدیريت پولیسو دوو تنو سره په مازدا ډوله موټر، چې په کې څلور سره غواګانې بار وې او په ډېر مهارت سره يې په کې ۵۱ ميله بېلابېل ډوله وسلې او د بېلابېلو وسلو لس زره فيره مرمۍ ځای پر ځای کړې وې نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې دغه نيول شوي کسان د کاپیسا ولايت دي، چې دغه وسلې او مرمۍ يې څه موده وړاندې له پاکستان هېواد څخه لومړی بټي کوټ ولسوالۍ ته او له يادې ولسوالۍ څخه يې اوس کاپیسا ولايت ته لېږدولې.
د ولایت مقام په وینا، نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepe8zojh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته