کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستانه راوړل شوي لسګونه ميله وسلې او سلګونه فيره مرمۍ ونيول شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1397 ساعت 12:59

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د بهسودو ولسوالی په مربوطاتو کې لسګونه میلهوسلې او سلګونه فیره مرمی نیولي دي.



د ننګرهار ولايت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مدیريت پولیسو دوو تنو سره په مازدا ډوله موټر، چې په کې څلور سره غواګانې بار وې او په ډېر مهارت سره يې په کې ۵۱ ميله بېلابېل ډوله وسلې او د بېلابېلو وسلو لس زره فيره مرمۍ ځای پر ځای کړې وې نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې دغه نيول شوي کسان د کاپیسا ولايت دي، چې دغه وسلې او مرمۍ يې څه موده وړاندې له پاکستان هېواد څخه لومړی بټي کوټ ولسوالۍ ته او له يادې ولسوالۍ څخه يې اوس کاپیسا ولايت ته لېږدولې.
د ولایت مقام په وینا، نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 174269

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174269/له-پاکستانه-راوړل-شوي-لسګونه-ميله-وسلې-او-سلګونه-فيره-مرمۍ-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com