دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 174272
دفاع وزارت: ښځینه سرتېرې هم په کومانډو عملیاتو کې برخه لري
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کومانډويي قواوو په لیکو کې یو شمېر ښځینه سرتېرې هم په کومانډويي چاڼیزو عملیاتو کې ونډه لري.
 د دغه وزارت ویاند، غفور احمد جاوید له امریکا غږ سره خبرو کې د ښځینه کومانډو سرتېرو په اړه دقیقه شمېره ورنه کړه خو وایي چې یو شمېر یې په ۴۴۴ قطعې او یو شمېر نورې په قول اردوګانو کې د کومانډو په توګه په عملیاتونو کې برخه اخلي.

ښاغلي جاوید وویل:"په ټوله کې موږ وخت ته اړتیا لرو، چې وکولای شو په عمومي توګه دوی عملیاتو او نورو ټولو مسایلو کې داخل کړو، خو چېرته چې اړتیا وي او چېرته چې کمانډو وي هلته یوه برخه ده چې ورسره مرسته کوي".
خو نوموړي زیاته کړه چې دا مهال ۱۷۲۲ښځې د ملي اردو ځواکونو په لیکو کې دنده لري.
دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت په پام کې لري، د ملي اردو په لیکو کې د ښځو شمېر تر ۲۰۲۰ مېلادي کاله پورې ۱۹۵۰۰تنو ته لوړ کړي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciy5azrt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته