دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 174273
جمهوررئیس غني: د سولې مشورتي بورډ له سولې عالي شورا سره موازي نه دی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن له غرمې مخکې د سولې عالي شورا غړو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن له غرمې مخکې د سولې عالي شورا غړو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي، قاضي محمد امین وقاد او اصیلا وردک د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
هغوی له سولې عالي شورا څخه د ملاتړ او د سولې مشورتي بورډ د جوړولو په برخه کې د جمهوررئیس له هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د یادې شورا د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته جمهوررئیس غني د سولې عالي شورا د هڅو ستاینه وکړه او وې ویل: د سولې مشورتي بورډ چې د جوړېدو په حال کې دی، له سولې عالي شورا سره موازي نه دی.
هغه زیاته کړه، زمونږ بحثونه او مشورې د سولې بین الافغاني مذاکرتو ته د چمتوالي په خاطر دي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، مشوره زمونږ په دین او فرهنګ کې مهم اصل دی او په هر ملي کار کې مشوره کوو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaxevtuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته