دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 174291
د دولتي ادارو تدارکاتي پړاوونه منسجم، چټک او رڼه کېږي
هغه زیاته کړه؛ "د تدارکاتي ادارو د کارکوونکو کاري خوندیتوب د هېواد د قوانینو د حکمونو او نافذه مقرراتو سره سم د یادې ادارې د ملاتړ سبب او هغوۍ د دې فرمان د حکمونو د لارښوونې د پلی کولو په لار کې فعاله ونډه او نقش لري.
د هېواد د عامه تدارکاتو د نظام د اصلاحاتو په لړ کې او د تدارکاتي پړاوونو د همغږۍ او ګړندیتوب په غرض؛ عامه سرچینو کې د لګښتونو د سپما په پام کې نیولو سره؛ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ۱۰۰ ګڼې فرمان پر بنسټ د ملي تدارکاتو ادارې ته واک ورکړی چې د ۱۳۹۸ کال د تدارکاتي ادارو ټول تدارکاتي پړاوونه؛ د تدارکاتي مرحلو له پېل (د اړتیا د مالومولو د سند ترلاسه کول) څخه تر د تړون د ورکړې پورې ترسره کړي.
د دې فرمان پر بنسټ؛ دولتي تدارکاتي ادارې باید د خپلو اړتیاوو د تثبیت څخه وروسته؛  له مشخصاتو سره یو ځای او د کارونو پرمخ بیولو لپاره د اړتیا وړ سندونه او  چارو کې د غوره اسانتیاوو څخه په ګټې اخستنې سره؛ د ملي تدارکاتو ادارې ته ولېږدوي او همداراز دې ادارې د داوطلبۍ پړاوونو کې اړینه همکاري ترسره او د اړتیا په صورت کې دې خپل استازی معرفي او  وټاکي.
د ملي تدارکاتو ادارې عمومي مشر؛ ډېپلوم انجنیر الهام عمر هوتکي وایي "د نوموړي فرمان د لارښوونې سره سم؛ د ملي تدارکاتو اداره د پخوا په څېر پروژو ته د اسانتیاوو برابرولو مسئولیت په غاړه لري او تدارکاتي ادارې به د پروژو د پلی کولو په برخه کې د ارزونې او څارنې اساسي نقش پر غاړه لري."
هغه زیاته کړه؛ "د تدارکاتي ادارو د کارکوونکو کاري خوندیتوب د هېواد د قوانینو د حکمونو او نافذه مقرراتو سره سم  د یادې ادارې د ملاتړ سبب او هغوۍ د دې فرمان د حکمونو د لارښوونې د پلی کولو په لار کې فعاله ونډه او نقش لري."
دا فرمان په داسې حال کې صادرېږي چې له دې مخکې د یو شمېر تدارکاتي ادارو د اړینو وړتیاوو د نشتوالي په وجه؛ زیاتې پروژې له اسانتیا څخه وروسته له ډېر وخت راهیسې ځنډېدلې؛ مګر د دې فرمان د پلی کولو په غرض د ملي تدارکاتو اداره د تسهیل شوې پروژې په مستقیم ډول د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کوي.
د ملي تدارکاتو اداره د یوې تخنیکي او تخصصي ادارې په حېث د تدارکاتو د نظام اصلاحاتو ته ژمنتیا لري چې  تر اوسه ېې په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي چې د دې ادارې کړنې او فعالیتونه د غوره څارنیزو ادارو راپورونو کې تر پوښښ لاندې راغلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhxevvuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته