دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 174294
هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد
دا په داسې حال کې ده، چې د اسو شیتید پریس د څرګندونو له مخې زلمي خلیلزاد په خپل دوه یم پړاو سفر کې له قطري طالبانو سره درې ورځې خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د یوې خبري ناستې خبریالانو ته څرګنده کړې؛ مونږ هیله من یو، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې(د وري ۳۱ کال ۱۳۹۸) د سولې په اړه له طالبانو سره هوکړې ته ورسیږو او له طالبانو هم غواړو، چې له دې فرصته ګټه پورته کړي.
نوموړي دغه راز ویلي؛ طالبان هم په دې باور دي، چې په جګړه کې بری ترلاسه کولی نشي.
دغه راز خلیلزاد ټینګار کړی، چې په روان پړاو کې نوی څه نلري؛ خو له طالبانو سره سولې ته (محتاطانه خوشبین) او (هیله من) شوی؛ خو وایي: په افغانستان کې سوله باید داسې رامنځته شي، چې یوه ډله هم نړیوالې ټولنې ته نه ګواښ وي او نه ګواښ رامنځته کړي.
هغه دغه راز ویلي، چې کیدی شي طالبان د خپل مرکچي پلاوي په جوړښت کې بدلون راولي.  
دا په داسې حال کې ده، چې د اسو شیتید پریس د څرګندونو له مخې زلمي خلیلزاد په خپل دوه یم پړاو سفر کې له قطري طالبانو سره درې ورځې خبرې اترې کړې دي.
اسوشیتید پریس د طالب چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د هرات پخوانی طالب والي خیرالله خیرخوا او پخوانی طالب قومندان محمد فضل، چې په ۲۰۱۴ کال کې دواړه د یوه امیریکایي سرتېري په بدل کې له ګوانتانامو خوشې شوي هم د قطر په ناسته کې حضور درلود.
ویل کیږي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ تر دې دمه د ځینو شرطونو له کبله پر اوربند هوکړه نده شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې له طالب استازیو سره د خبرو پر څرنګوالي هم څه ندي ویلي.
یوې بلې سرچینې اسوشیتید پریس ته ویلي، چې طالب مشرانو د ولسمشریزو ټاکنو ځنډول او د لنډمهالې ادارې جوړول غوښتي دي.
د دغه ګزارش له مخې؛ د اسلامي علومو څېړونکی او جرګه مار عبدالستار سیرت د لنډمهالې ادارې د ولسمشر په توګه وړاندیز شوی دی.
ویل کیږي، چې خلیلزاد ته په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو لپاره شپږ میاشتې وخت ورکړ شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcco0qs02bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته