دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۰
د مطلب کود : 174303
ننګرهار کې طالبانو سرې قطعې غړیو او وسله والو ته درنه مرګژوبله اوښتی
د افغانستان امنیتی او دفاعي ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالی په مربوطاتو کې د دولت ضد مخالفینو پر خلاف ځمکنی او هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یاد ډلې د سرې قطعې جنګیالیو په ګډون ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ننګرهار ولایت (۰۲) قطعې تېره ورځ د یاد ولایت خوګیاڼو ولسوالی زاوی اړونده سیمو کې د هوایي قواوو په ملاتړ ځانګړی عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یي ۳۰ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور یي ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي،چې په وژل شویو کسانو کې د وسلوالو طالبانو د سرې قطعې پرسونل هم شامل دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcdzo0fsyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته