دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 174304
زلمي خلیلزاد: هیله ده ولسمشریز ټاکنو پورې طالبانو سره سولې موافقه وشی
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد وایي، دی هیله مند دی چې د ولسمشریزو ټاکنو پورې له طالبانو سره د سولې په اړه موافقه وشي.

نوموړی نن په پلازمېنه کابل ښار کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال د سولې د بهیر په اړه په محتاطانه ډول خوشبیني وښود او وې ویل چې، دی هیله مند دی چې د راتلونکې اپرېل تر میاشتې پورې له وسله والو طلبانو سره د سولې پر سر وروستي هوکړې ته ورسېږي.
بلخوا لوېدیځو خبرې اژانسو د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړي، چې ښاغلي خلیلزاد قطر ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له طالب مشرانو سره درې ورځې پر له پسې غوندې کړي دي.
په دغو غونډو کې د طالبانو سیاسي استازي خیرالله خیرخوا او محمد فاضل هم ګډون کړی و.
د راپورونو له مخې، د غونډې په ترڅ کې طالب مشرانو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو او د یوه موقت حکومت د جوړېدو غوښتنې کړي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی تېره اوونی وویل، چې ښاغلي خلیلزاد جمهور رئیس ته د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې ځینوهېوادونو ته د بیا ځلي سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او  وې ویل، چې له دغو سفرونو وروسته به کابل ته د راتګ پرمهال د خپلو سفرونو د پایلو راپور له جمهور رئیس سره شریک کړي.
 
https://avapress.com/vdce7e8zejh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته