کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی د جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدنه کړي

27 عقرب 1397 ساعت 18:58

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي جمهوررئیس غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن له غرمې وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.



له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهوررئیس په دې کتنه کې د جنرال دوستم د نظریاتو له څرګندولو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د سولې مشورتي بورډ د جوړولو په موخه د سیاسي او جهادي شخصیتونو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د کتنو لړۍ تېره اوونۍ پیل شوه او اوس هم دوام لري.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشرغني ټینګار وکړ، سوله یوه ملي پروسه ده او په دې اړه د ټولو اقشارو او جریانونو د نظرونو اخیستلو ته اړتیا ده.
په دغه کتنه کې د هېواد د یو شمېر ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه هم بحث او خبرې وشوې.
ولسمشر غني تردې مخکې د اجرائیه ریاست له مرستیال حاجي محمد محقق، جمعیت اسلامي او حزب اسلامي له مشرانو او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره کتلی دی.
 


د مطلب کود: 174305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174305/ولسمشر-غنی-د-جنرال-عبدالرشید-دوستم-سره-لیدنه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com