په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي او لسګونه میله سپکه او درنده وسله یې سرتېرو ته سپارلې ده.
په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1397 ساعت 19:19
په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي او لسګونه میله سپکه او درنده وسله یې سرتېرو ته سپارلې ده.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي؛ د دغه ولایت په نازیانو کې د داعش ۲۴ جنګیالي تسلیم شوي، چې ۹ یې بهرني اتباع، پاتې ۱۵ یې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي او لسګونه میله وسله یې سرتېرو ته سپارلې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د نازیانو ولسوالۍ ګنې سیمې د داعش له جنګیالیو سره وې؛ خو له تېرو دولس ورځو راپدیخوا په کې داعش ضد پراخ عملیات روان دي، چې په پایله کې یې د نازیانو اړوند سیمې له داعش تصفیه شوې دي.
هغه زیاته کړې؛ په تسلیم شویو جنګیالیو کې نهه بهرني اتباع شته، چې اړوند هېوادونو ته د سپارلو په موخه کابل ته لیږل شوي دي. پاتې پېنځلس نور یې د اچین، نازیانو، هسکې مینې او کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي دي، چې هر یوه یې له دوه او درې کالونو راپدیخوا د داعش په لیکو کې هڅې کړې دي.
د سولې له بهیر سره یوځای شوی جنګیالی بنګ ګل وايي، له خپلو کړنو ډېرستړی او پښېمانه يم.
مسوولین وايي، په ننګرهار کې د امنیتي حالت د ښوالي په موخه له پخوا پر شپينو عملیاتو سربېره په ځینو ولسوالیو کې چاڼیزعملیات هم ډېر شوي او خلک سیمه ییزو پاڅونونو ته هڅول شوي؛ خو ترڅنګ یې د سولې دروازې خلاصې دي، چې په تېرو ۵ میاشتو کې ۲۱۵ وسلوالو له جګړې لاس اخستی.
د مطلب کود: 174307