کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د مالستان ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1397 ساعت 20:03

امنیتي چارواکو ویلي، چې په غزني کې د مالستان ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه او په جاغوري ولسوالۍ کې د ځانګړیو پولیس ځواکونو تر څنګ کوماندو او د امنیت د چټک غبرګون ځواکونو له دواړو خواوو ځمکني او هوایي بریدونه روان ساتلي دي.



کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په دغو عملیاتو کې لسګونه وسلوال مخالفان وژل شوي او په ډېر شمېر نور ټپیان دي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ اکمالات روان دي او د ټولو اړوند ستونزو حل ته لاسرسی رامنځته شوی دی.  
دوه ټولي سیمه ییز اردو د سیمو د امنیت لپاره جوړ شوي او په یادو دوه ولسوالیو کې ۶۰۰ کسان د پاڅونوالو په چوکات کې تنظیم شوي، چې له زدکړو وروسته به تجهیز او د سیمو د امنیت لپاره وګومارل شي.
 


د مطلب کود: 174311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174311/په-غزني-کې-د-مالستان-ولسوالي-وسلوالو-طالبانو-له-شتون-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com