دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د خپل ماموریت په لړ کې د دویم سفر په اوږدو کې قطر کې د طالبانو استازو سره درې ورځنۍ خبرې اترې درلودې.
د طالبانو ویاند وايي په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر اوسني حالت خبرې کړې دي.
یادې دلې ویاند زیاته کړې ده چې تر اوسه پر کومې موضوع هوکړه نه ده شوې او په یو شمېر رسنیو کې د مؤقت حکومت او راتلونکې ولسمشر په اړه خبرونه له واقعیت نه ليري دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)