کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د امریکا له استازي سره د خپلو استازو خبرې تاييد کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 عقرب 1397 ساعت 12:09

طالبانو په قطر کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره د خپلو استازو خبرې اترې تایید کړې دي.



دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیل‌زاد د خپل ماموریت په لړ کې د دویم سفر په اوږدو کې قطر کې د طالبانو استازو سره درې ورځنۍ خبرې اترې درلودې.
د  طالبانو ویاند وايي په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر اوسني حالت خبرې کړې دي.
یادې دلې ویاند زیاته کړې ده چې تر اوسه پر کومې موضوع هوکړه نه ده شوې او په یو شمېر رسنیو کې د مؤقت حکومت او راتلونکې ولسمشر په اړه خبرونه له واقعیت نه ليري دي.
 


د مطلب کود: 174318

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174318/طالبانو-د-امریکا-له-استازي-سره-خپلو-استازو-خبرې-تاييد-کړې

آوا
  https://www.avapress.com