دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 174318
طالبانو د امریکا له استازي سره د خپلو استازو خبرې تاييد کړې
طالبانو په قطر کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره د خپلو استازو خبرې اترې تایید کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیل‌زاد د خپل ماموریت په لړ کې د دویم سفر په اوږدو کې قطر کې د طالبانو استازو سره درې ورځنۍ خبرې اترې درلودې.
د  طالبانو ویاند وايي په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر اوسني حالت خبرې کړې دي.
یادې دلې ویاند زیاته کړې ده چې تر اوسه پر کومې موضوع هوکړه نه ده شوې او په یو شمېر رسنیو کې د مؤقت حکومت او راتلونکې ولسمشر په اړه خبرونه له واقعیت نه ليري دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvxevouqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته