کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: زلمي خلیل‌زاد نن په کابل کې له ولسمشر غني سره کتلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 عقرب 1397 ساعت 17:54

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد نن دوشنبه په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي چې د ارګ په وینا، ولسمشر ته‌یې د خپلو وروستیو سفرونو او په قطر کې له طالبانو سره د لیدنو په اړه معلومات ورکړي دي.



د ولسمشر غني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي خلیل‌زاد له خولې ویلي:
"امریکا د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره زمینه برابروي او په دې برخه کې د اسانتیاوو برابروونکی رول لري."
ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړې چې د سولې د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره تر بل هر وخت ډېر شرایط برابر شوي.
ارګ وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیل‌زاد له ولسمشر غني سره په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې امریکا د افغانستان د ستراتېژیک دوست په توګه د افغانستان حکومت او قوانینو ته درناوی لري او د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي چې سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او افغان حکومت بین‌الافغاني خبرو ته بشپړ چمتووالی لري.

 


د مطلب کود: 174335

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174335/ارګ-زلمي-خلیل-زاد-نن-په-کابل-کې-له-ولسمشر-غني-سره-کتلي

آوا
  https://www.avapress.com