د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان ولسوالیو په هغو سیمو کې د امنیتي پوستو پر جوړولو ټینګار کوي چې له طالبانو پاکې شوې دي.
ولسي جرګه: دولت دې د غزني او ارزګان په ۳ تصفیه شویو ولسوالیو کې پوستې واچوي
ازادی رادیو , 28 عقرب 1397 ساعت 18:20
د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان ولسوالیو په هغو سیمو کې د امنیتي پوستو پر جوړولو ټینګار کوي چې له طالبانو پاکې شوې دي.
که څه هم د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان ولسوالۍ په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو له موجودیته پاکې شوې، خو پر دغو ولسوالیو د طالبانو د بیاځلي حملو په اړه اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، په غزني او ارزګان ولایتونو کې د ناامنیو دوام د نورو ولایتونو پر امنیت هم اغېز لري او که دولت د يادو ولایتونو په ناامنو ولسوالیو کې له عملیاتو وروسته هلته پوستې جوړې نهکړي، نو خلک به د طالبانو له اسارته خلاص نهشي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار چې د دغې جرګې د دوشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۸» د عمومي ناستې مشري يې کوله، وویل:
"په ارزګان او غزني کې د ناامنیو له امله چې کومې ستونزې رامنځته شوي، له املهیې ډېرې کورنۍ بېځایه شوي، موږ د دې تر څنګ چې له امنیتي ځواکونو مننه کوو، له حکومته غواړو چې د دغو کورنیو ستونزو ته رسېدنه او هلته امنیت ټينګ کړي، څو بیا ځل لپاره ناورین رامنځته نهشي، اړتیا ده چې په دغو ولسوالیو کې پوستې او کنډکونه جوړ شي."
دا په داسې حال کې ده چې د جاغوري، مالستان او خاص ارزګان ولسوالۍ له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې د طالبانو د حملو او شدیدو ناامنیو شاهدې وې.
د دغو ولسوالیو جنګونه چې پوځي تلفاتیې هم لرل، د ولسي جرګې له تندو نیوکو سره هم مخ وو.
ان تر دې چې په کابل او يو شمېر نورو ولایتونو کې خلک لاریونونو ته ووتل او حکومت تهیې ګواښ وکړ چې که په یادو ولسوالیو کې د ناامنیو مخه ونهنیسي، نو هر هغه ناورین چې رامنځته کېږي، مسؤلیتيې د حکومت په غاړه دی.
د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکي چې د ناامنیو له امله نورو ولایتونو ته کوچېدلي، د سرپناه د نشتوالي تر څنګ، له يو لړ نورو ستونزو سره هم مخ دي.
د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي، له يادو درېیو ولسوالیو د بېځایه شویو خلکو شمېر چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، ۱۶ زرو تنو ته رسېږي.
په ورته وخت کې په فراه او بغلان او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د ناامنیو زیاتېدل نورې اندېښنې دي چې د ولسي جرګې غړي یې مطرح کوي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید بیا دغو اندېښنو ته داسې ځواب وايي:
"د غزني په مالستان او جاغوري کې د سیمهییزو قوتونو لپاره جلب او جذب پيل شوی دی، هلته به دوه ټولي ځای پر ځای شي، دا به د افغانستان د دفاع وزارت د ۲۰۳ قول اردو تر چتر لاندې وي، د دوی روزنه او نورې چارې به د قول اردو په چوکاټ کې وي، طالبانو او نورو تروېستي ډلو ته اجازه نهورکول کېږي چې هلته امنیتي ستونزې پېښې کړي."
ښاغلی جاوید ټینګار کوي چې د افغانستان دښمنانو ته به بیا دا اجازه ورنهکړل شي چې د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان ولسوالۍ او د هېواد نورې سیمې ناامنه کړي.
د ده په خبره، افغان ځواکونه ښه تجهیزات لري او کوم عملیات چې اوسمهال د هېواد په بېلا بېلو برخو کې دوام لري، پهکې وسلهوالو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.
د مطلب کود: 174338