دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 174352
ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د ۱۷۴ محلونو رایه باطل اعلان کړ
ټاکنیزو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون د د لسو زرو څخه ډیرو رایو څیړلو وروسته د ۱۷۴ محلونو رایه باطل اعلان کړ.

علی رضا روحانی، ټاکنیزو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون مدیر وایی: هیڅ باور او اطمینان شتون نه لری چی موږ وکولای شو سل په سله پروخت اساسی توګه رسیدګی وکړو.
ټاکنیزو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون ټاکنو ۱۴ تنه کارکوونکې چی مخکې ټاکنو مستقل کمیسیون کارکوونکې وو هم د دندو څخه ګوښه کړی او د ۱۱۹ ټاکنیزو شکایتونو قضیی و ستری محکمې ته سپارلی دی.
ښاغلی روحانی وویل: هغه کارونه چی تراوسه په ټاکنو کمیسیون کې ترسره شوی دی ابتدائی دی یعنی داسی تصمیمونه شته چی زموږ ولایتی کمیسیونونو له لوری نیول شوی دی او زموږ ولایتی کمیسیونونو تصامیم قانونی دی او تعمیل وړ دی.
له بل لوری، دا کمیسیون وایی چی یواځی بایومتریک شوی رایی قبلوی خو ټاکنو مستقل کمیسیون ددی تصمیمونو په وړاندی منفی غبرګون ښودلی دی.
حفیظ الله هاشمی، ټاکنو خپلواک کمیسیون غړۍ وایی: ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون په ولایاتو کې خپل وظایفو لایحه څخه پورته مداخله کوی چی ټاکنو کمیسیون هغوی ته اجازه نه ورکوی ترڅو خبل وظایفو خلاف مداخله وکړی.
 
https://avapress.com/vdchmknzi23nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته