دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 174365
په ننګرهار ولایت کې ۵۱ تنه داعش وسله وال وژل شوی دی
د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو۵۱ جنګیالي وژل شوي دي.

په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې امنیتي او ځانګړو ځواکونو د هسکې مینې ولسوالی په اوغز کلی کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش ۵۱ جنګیالي وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د داعشیانو یو شمېر مرکزونه او د وسلو زیرمه هم لمنځه تللي دي.
د داعشیانو پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcb0ab8srhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته