دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 174366
پر پاکستان باندی د دونالد ترامپ بیاځلې نیوکې
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر پاکستان کلکه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد له امریکا څخه میلیاردونه ډالر ترلاسه کول خو د ترهګرو په وړاندې مبارزه کې یې له واشنګټن سره مرسته نه کوله.

ولسمشر ټرمپ تېره شپه د خپل ټویټر په پاڼه کې ولیکل، چې پاکستان میلیاردونه ډالر ترلاسه کول خو امریکا ته یې د اسامه بن لادن د پټنځای په اړه هېڅ معلومات نه ورکول.
هغه زیاته کړه، چې امریکا پاکستان ته نور میلیاردونه ډالر نه ورکوي ځکه پاکستان د امریکا لپاره هېڅ کار نه دی کړی.
د ولسمشر ټرمپ په وینا، اسامه بن لادن د پاکستان د نه همکاریو لومړنی بېلګه او افغانستان یوه بله بېلګه ده.
دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي تل ادعا کوي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځي یې ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي دي.
امریکایي چارواکو هم تردې مخکې ویلي و چې وسله وال طالبانو او د حقاني شبکې اړوند مشران د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه لري.
 
https://avapress.com/vdcce0qse2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته