دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 174368
د میدان وردګو مڼي د افغان ځواکونو خوړو مینیو کې ځای پرځای شو
په لومړي ځل د افغانستان د میدان وردګو ولایت مڼو ته د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د خوړو په مینو کې ځای ورکړل شو.

د میدان وردګو ولایت د کرنې مشر ولید احمد تسل و رسنیو ته وویل، په کلني ډول له سل رزه ټنو مڼو به شل زره ټنه مڼې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا تردې وړاندې د دغه ولایت بزګرو خپلو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ وو چې له دې وروسته به‌يې دا چاره د بازار موندنې په برخه کې ستونزې راکمې کړي.
له دې سره ښاغلی تسل دا هم وایي چې لومړی او دوهمه درجې مڼې به ملي او نړیوال بازار ته عرضه کېږي او دېریمه درجه منې به په هېواد دننه یو شمېر د جوسو تولیدونکي خصوصي فابریکو ته ورکول کېږي.
د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په خوراکي مینو کې د ایران مڼې کارول کېدلې، خو له دې وروسته به وطني کرنیزو تولیداتو ته ځای ورکول کېږي.
https://avapress.com/vdcepe8zvjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته