کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د عملیاتو پر مهال تر ۵۰ زیات داعشیان وژل شوي دي

29 عقرب 1397 ساعت 14:07

د تيرې يوې اوونۍ په ترڅ کې ۵۱ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی د روزنې او چمتووالي يو شمېر مرکزونه له منځه وړل شوي دي.


د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت هسکې مېنه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د پيل شويو عملياتو پر مهال د تيرې يوې اوونۍ په ترڅ کې ۵۱ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی د روزنې او چمتووالي يو شمېر مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قل اردو مسئولینو د معلوماتو له مخې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د تيرې يوې اوونۍ راهيسې د داعش وسله والو له منځه وړلو په موخه په چټکۍ سره عملیات دوام لري، چې تر دې مهاله د مهمو قومندانانو په ګډون ۵۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.
همدا راز د دوی د روزنې او چمتووالي يو شمېر مرکزونه، وسلې او مهمات يې لمنځه وړل شوي او يو شمېر سيمې چې دوی په کې فعاليت درلود ترې پاکې شوي دي.
په ياده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري او د عملياتو پرمهال ملکي وګړو او امنيتي مسئولينو ته کوم زيان ندی اوښتی.


د مطلب کود: 174371

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174371/ننګرهار-کې-د-عملیاتو-پر-مهال-تر-۵۰-زیات-داعشیان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com