دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 174377
بلخ ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په شمال کې افغان پوځ وایي، د ولید (۲۵) عملیاتو په لړ کې د دولت ضد وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۲۰ وسله وال ټپيان هم شوي او یوه عراده موټر او دوه عرادې موټرسایکلونه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وسله وال ژوندي نیول شوي دي.
بلخ د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د بلخ په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefe8zfjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته