کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 عقرب 1397 ساعت 14:57

د افغانستان په شمال کې افغان پوځ وایي، د ولید (۲۵) عملیاتو په لړ کې د دولت ضد وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.



په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۲۰ وسله وال ټپيان هم شوي او یوه عراده موټر او دوه عرادې موټرسایکلونه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وسله وال ژوندي نیول شوي دي.
بلخ د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د بلخ په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 174377

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174377/بلخ-ولایت-کې-وسله-والو-طالبانو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com