کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون: افغانستان او امریکا سولې ته د طالبانو په هڅولو کې لږ پرمختګ کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 عقرب 1397 ساعت 15:01

د امریکا د دفاع وزارت د یوې نوې څېړنې له مخې د افغانستان او متحده ایالاتو حکومتونو د سولې بهیر ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې ډېر لږ پرمختګ کړی دی.



د پنټاګون سرپرست سرمفتش ګلېن- اې- فاین «Glenn A. Fine» د روان میلادي کال په ۳ میاشتو جولای، اګسټ او سپټمبر کې د افغانستان د سیاسي او بشري حالت په اړه د پوځ د هر اړخیزې څېړنې په سریزه کې لیکلي دي چې له پرله‌پسې هڅو سره سره په دې درېیو میاشتو کې د سولې په خبرو کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.
په راپور کې یادونه شوې چې په‌دې موده کې د افغان ځواکونو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی او د جګړې له اوږدېدو سره د افغانستان د خلکو بشري اړتیاوې او ستونزې نورې هم زیاتې شوي.
دا څېړنه په‌داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان او سیمه کې د افغانستان د جګړې له بېلابېلو اړخونو سره ولیدل او ډاډ یې څرګند کړ چې له طالبانو سره توافق ته نږدې شوی دی.
 


د مطلب کود: 174378

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174378/پنټاګون-افغانستان-او-امریکا-سولې-ته-د-طالبانو-په-هڅولو-کې-لږ-پرمختګ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com