دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 174378
پنټاګون: افغانستان او امریکا سولې ته د طالبانو په هڅولو کې لږ پرمختګ کړی
د امریکا د دفاع وزارت د یوې نوې څېړنې له مخې د افغانستان او متحده ایالاتو حکومتونو د سولې بهیر ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې ډېر لږ پرمختګ کړی دی.

د پنټاګون سرپرست سرمفتش ګلېن- اې- فاین «Glenn A. Fine» د روان میلادي کال په ۳ میاشتو جولای، اګسټ او سپټمبر کې د افغانستان د سیاسي او بشري حالت په اړه د پوځ د هر اړخیزې څېړنې په سریزه کې لیکلي دي چې له پرله‌پسې هڅو سره سره په دې درېیو میاشتو کې د سولې په خبرو کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.
په راپور کې یادونه شوې چې په‌دې موده کې د افغان ځواکونو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی او د جګړې له اوږدېدو سره د افغانستان د خلکو بشري اړتیاوې او ستونزې نورې هم زیاتې شوي.
دا څېړنه په‌داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان او سیمه کې د افغانستان د جګړې له بېلابېلو اړخونو سره ولیدل او ډاډ یې څرګند کړ چې له طالبانو سره توافق ته نږدې شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfejdycw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته