دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 174381
پاکستان د ترمپ د څرګندونو په وړاندې تند غبرګون ښکاره کړی
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نوموړي دې د پاکستان د ملامتولو پر ځای په افغانستان کې خپله ماته وارزوي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د یکشنبې پر ورځ( دلړم ۲۷، چې د نومبر له ۱۸ سره سمون خوري) له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وه؛ سره لدې، چې پاکستان له امریکا څخه د ترهګرۍ پر وړاندې میلیاردونه دالر تر لاسه کړي؛ خو دغه حکومت په دې اړه یو ګټور کار هم ندی پورته کړی.    
دغه راز ترمپ نیوکه کوي، چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي او زیاتوي، چې مونږ کولی شول د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن ژر ونیسو.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ډاګه کړې، چې که امریکا تاریخي شواهدو له خپلو سترګو تېر کړي؛ نو پوهیږي، چې دې هېواد پاکستان ته پرته له څه کاره پیسې ندي ورکړي.  
ښاغلي عمران خان زیاته کړې، چې امریکا دې په افغانستان کې د خپلې ماتې په اړه پاکستان نه ملامتوي. دغه هېواد باید پوه شي، چې د ناتو پر ۱۴۰۰۰۰ سرتېرو سربېره ۲۵۰۰۰۰ افغان سرتېري او د یو تریلیون دالرو پر لګښت طالبان له پخوا ولې ځواکمن شوي دي؟!
اسلام آباد تل له حقاني شبکې او طالبانو څخه پر ملاتړ تورن پاتې شوی، چې په افغانستان کې د ناتو او افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جنګیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoxevvuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته