کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې ۱.۲ میلیون ماشومان شاقه کارونه کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 عقرب 1397 ساعت 19:16

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ ۱.۲ میلیون ماشومان په شاقه کارونو کې بوخت دي او حکومت هڅه کوي، چې د نړیوالو ادارو په همکارۍ دا شمېر راټيټ کړي.



د لړم ۲۹، چې د نومبر له ۲۰ سره برابري کوي؛ د ماشومانو د حقونو نړیواله ورځ  نومول شوې ده.
د ماشومانو د خوندیتوب ادارې ویانده  مریم عطایي وايي؛ دغه بنسټ په لټه کې دی، چې څنګه کولی شي په جګړه کې ښکېل ماشومان خوندي کړي.
نوموړې دا هم ویلي، چې د ماشومانو د ملاتړ قانون نه تصویبیدو د ماشوم په وړاندې ستونزې زیاتې کړې او تصویبېدل یې کولی شي د دوی ژوند وژغوري.
ښاغلې مریم عطایي څرګنده کړې: زمونږ اندېښنه داده، چې څنګه کولی شو په جګړه کې زیانمن او ښکېل ماشومان وژغورل شي. حکومت باید د ماشومانو د خوندیتوب او ولسي وګړیو پالیسي پلې کړي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر هم پر حکومت د نیوکې ترڅنګ وايي، چې د ذهني معلولیت له لرونکیو ماشومانو څخه نجونې ډېرې د جنسي ځورونې له ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له دولته غواړي، چې د ماشومانو د ملاتړ، ودې، پرمختګ او درملنې په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د ساتلو په برخه کې له لاسته راوړنو خبرې کوي؛ خو وايي، چې د بې وزلۍ له کبله ګڼشمېر ماشومان د منفي کړیو لاس ته ورلوېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وایي: په ټولیزه توګه په افغانستان کې زمونږ ستره ستونزه فقر دی او فقر د دې لامل ګرزیدلی، چې په ټولنه کې ستونزې رامنځته او په ځانګړي توګه ماشومان او ښځې اغېزمن شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي؛ د روان میلادي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۳۶۳ ماشومان وژل شوي او څه باندې ۹۹۲ نور ژوبل دي.
 


د مطلب کود: 174393

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174393/په-هېواد-کې-۱-۲-میلیون-ماشومان-شاقه-کارونه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com