دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۴۶
د مطلب کود : 174400
په کابل کې د ننۍ ځانمرګي برید په اړه وروستي حال
د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي وایي، چې په پلازمېنه کابل ښار کې یې د نننی ځانمرګي له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي پېښه په اورانوس هوټل کې رامنځته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت چاواکي وايي په دغه برید کې شاخوا ۸۰ کسان ټپیان هم شوي دي. خو یوه بله امنیتي سرچینه وایي، د برید له امله لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په هوټل کې یې د اسلام د پیغمبر د زوکړې ورځې په مناسبت یوه دیني غونډه روانه وه.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcbgab8grhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته