کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال سکاټ مېلر غزني ته ورسېده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 عقرب 1397 ساعت 12:46

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر نن له غرمې مخکې غزنی ته تللی دی.



د غزني ولایت مقام په خپله فیسبوک پاڼه دغه خبره لیکلې ده.
جنرال سکاټ مېلر د غزني له والي وحیدالله کلیمزي او نورو چارواکو سره لیدلي دي.
د غزني ولایت مقام تر اوسه د دوی د لیدنې زیات جزئیات نه‌دي ورکړي، خو سکاټ مېلر داسې وخت غزني ته تللی چې د دغه ولایت په جاغوري او مالستان ولسوالیو وسله والو طالبانو ګڼ بریدونه کړي او لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر غزني ته تللی دی.
له ښاغلي مېلر سره په‌دې سفر کې د افغان پوځ د خاصو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال بسم الله وزیري هم مل دی.
 


د مطلب کود: 174448

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174448/جنرال-سکاټ-مېلر-غزني-ته-ورسېده

آوا
  https://www.avapress.com